د مرکز او ولایتونو ښوونځیو لپاره د درسي موادو وېش پیل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۵۲
123

د پوهنې وزارت د مسلکي ښوونکو د نصاب او پراختیا ریاست، په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت د ساینس مرکز په تالارکې، چې پکې د یاد وزارت د سرچینې او ادارې معین او یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون درلود، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۴۸۰ بابه ښوونځیو لپاره د درسي موادو د وېش پروسه پیل کړه.
د مراسمو په پیل کې، د درسي مواد د وېش مسئول علي بابا نوید، د یادو موادو د تولید او وېش په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او ویې ویل: یاد درسي مواد د پوهنې وزارت د مسلکي ښوونکو د نصاب او پراختیا ریاست له لوري په پنځو څانګو کې برابر شوي دي، چې بیه یې د بازار د تولید په پرتله ټیټه او د ښوونځيو زده کونکو ته په واک کې ورکول کیږي.
د ساینس مرکز رئیس استاد حبیب الله خالد، په تدریسي بهیر کې د درسي موادو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د زده کړو پرمهال تولید شوي موډلونه او سمبولونه د زده کوونکو ذهنونه بېداره او د هغوی لپاره د زده کړو بهیر آسانه کوي. 
ورپسې د مسلکي ښوونکو د نصاب او پراختیا رئیس مولوي اول ګل ایوبي د زده کوونکو د زده کړې په بهیر کې د لابراتوارونو او عملي درسونو رول ته په اشارې سره ژمنه وکړه، چې د عملي زده کړو، تولید او تدریس په برخه کې به لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
د پروګرام په پای کې د منابعو او ادارې رئیس او د غونډې برخه والو، د درسي موادو د تولید له بهیر څخه لیدنه وکړه او له اړوندو کارکوونکو څخه یې مننه وکړه.
بايد يادونه وشي چې د لابراتوارونو او د پوهنې په برخه کې د ځينو اضافي توکو د توليد لپاره د ماشينونو او تجهيزاتو نشتوالى د یاد وزارت عمده ستونزو څخه دي، چې د ساینسي علومو د زده کړو بهير يې له ننګونې سره مخ کړى دى.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS