د میدان وردګو له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۴:۴۵
غفع

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له ۱۰۷۰ تنو د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه د سویې ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست مشرتابه د مجاهدینو د زړورتیا او میړانې د ستاینې په ترڅ کې زیاته کړه: هغه کسان چې په دې ازموینه کې معیاري نمرې ترلاسه کوي کولای شي له یوولسم ټولګي څخه خپل درسونه پیل کړي او هغه کسان چې په دویمه درجه کې راځي، کولای شي خپل درسونه له لسم ټولګي څخه پیل کړي.

د چک ولسوالۍ د الجهاد له دارالعلوم څخه د قرانکریم پنځه تنه حافظان فارغ شول. په همدې موخه د پوهني رياست د مشرتابه او کارکوونکو، ديني عالمانو او د فاضلانو د کورنيو غړو په ګډون يوه غونډه جوړه شوې وه.
 مسوولینو فاضلانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او له هغوی یې وغوښتل چې له دې وروسته به خپلو خلکو او ولس ته به خدمت کوي او په دې لاره کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د پوهنې آمریت په کاري غونډه کې د نوي ښوونیز کال د چمتووالي په باب د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره خبرې وشوې او له هغوی وغوښتل شول چې د اداري او تدریسي چارو د ښه والي لپاره ښه پلانونه وړاندې کړي، ترڅو د ورځنیو فعالیتونو په جریان کې له ستونزو سره مخ نه شي.
او همدارنګه په دې غونډه کې د نيالګيو په ايښودلو او په ښوونیزو مرکزونو کې د شنو سیمو پر ارزښت هم خبرې وشوې.

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت د دغه ولایت د ولسوالیو د سواد زده کړې له مدیرانو سره د تېر کال پر مسایلو خبرې وکړې او د چارو د سمون په موخه یې ځینې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د سواد زده کړې مدیرانو خپلې لاسته راوړنې او ننګونې د سلایډونو او انځورونو له لارې د غونډې غړو ته وړاندې کړې.

د چک ولسوالۍ د پوهنې او د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو د يادې شوې ولسوالۍ د کثيرالرشتوي انستيتوت څخه ليدنه وکړه او د ياد انسټيټيوټ له هر اړخيزې ازموينې وروسته يې د يادې ښوونيزې موسسې د استادانو خدمتونه د ستاينې وړ وبلل.
له بلې خوا د يادې شوې انسټیټیوټ آمر د سيمه ييزو مسوولينو د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ځوان نسل او د هغوى د زده کړو په برخه کې به تر خپله وسه هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په نوښت، ۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت کارکوونکو چارو لوی ریاست په لارښوونه، د پوهنې او مالیې وزارتونو د معاشونو سیسټم  تر سرلیک لاندې د مالي او حسابداري ریاست په کارکوونکو سربېره، د مرکز او ولایتونو د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۱
Background image

د بغلان ولایت د یو باب دارالعلوم لپاره نوی آمر معرفي شو

محترم مولوي محمد نبي ابو انور د بغلان ولایت د پوهنې ریاست چارواکو لخوا په داسې حال کې معرفي شو، چې د یاد ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د سیمه ییزو ادارو یو شمیر علماء کرام او چارواکي هم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۲:۵۹
Background image

د یو شمېر ولایتونو په مدارسو کې «د صرف او نحوې» سیالۍ پیل شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کونړ، بغلان، نیمروز او هلمند ولایتونو د دارالعلومونو د طلابو ترمنځ علمي سیالۍ پیل شوې.
په همدې مناسبت، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو یو. . .

BACK TO NEWS