د بغلان ولایت د یو باب دارالعلوم لپاره نوی آمر معرفي شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۱
طذلسی

محترم مولوي محمد نبي ابو انور د بغلان ولایت د پوهنې ریاست چارواکو لخوا په داسې حال کې معرفي شو، چې د یاد ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د سیمه ییزو ادارو یو شمیر علماء کرام او چارواکي هم حاضر وو.
مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول؛ ورپسې حاضرو مسئولینو هر یو په خپلو ویناوو کې، د ټولنې د اصلاح لپاره د پوهنې اهمیت په اړه خبرې وکړې او والدین یې وهڅول، چې خپل ماشومان د علم پوهې لپاره مدارسو او ښوونځيو ته واستوي.
سربېره پردې، محترم مولوي محمد نبي ابو انور د تاله او برفک د دارالعلوم د آمر په توګه د مسئولیت د لېږد په اړه د پوهنې وزارت د مشرتابه له باور ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونو او احکامو په رڼا کې به د خپل ټول توان، تجربو او علمي لاسته راوړنو سره د هېواد د ماشومانو د اسلامي، ملي روحیې او خلکو ته د خدمت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS