د هیواد په ولايتونو کې د پوهنې ریاستونو خبري پیښو ته  لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۵:۲۰
123

لغمان 
 د "سپورټ د ټولو لپاره" تر سرلیک لاندې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د روښان عالي لېسې په ورزشي ګرکې د دغه ولایت د قرغیي، الینګار او الیشنګ ولسوالیو او مرکزي ښوونځیو  زده کوونکو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې چي په  پایله کې د لوبې په لومړۍ ورځ د الیشنګ ښوونځىو لوبډلو د الینګار ولسوالۍ د والیبال لوبډلې ته د دوه  پر صفر  ماتې ورکړه.
د لوبي‌‌‍‌ په دويمه ورځ د قرغيو ولسوالۍ ټيم د مرکز ټيم ته ماتې ورکړه.
د تورنمېنت د سياليو په دريمه ورځ، د اليشنګ ټيم د مرکز لوبډلې په ماتولو سره بريا تر لاسه کړه
د دغه ولايت د پوهنې رٸيس مولوي شاه جهان ساجد د سياليو د پيلېدو ستاينه وکړه او ګټونکو لوبډلو ته يې مبارکي وويله.
د نوموړي په ​​وينا، دغه سيالۍ د يونيسف له خوا تمويل شوې دي.

  د يو بل خبر له مخې په دې ولایت کې : 
د قلعه شیخان د لېسې زده کوونکو، تجربوي او ساینسي مضامینو لپاره د لاسي صنایعو نندارتون هم جوړ کړى و.

په يو بل خبر کې راغلي دي چې:
په لغمان ولايت کې د دوو دينې مدرسو د زده کوونکو ترمنځ د پیغمبر اکرم (ص) سیرت علمي سیالۍ جوړه شوه چې لګښت ىې د یونیسف ولایتي دفتر له خوا ورکړل شوی دی.

کاپیسا:
 د کاپیسا ولایت د پوهنې رئیس مولوي الحافظ محمد او ورسره ملګري پلاوي د دغه ولایت د طالبانو د درسونو بهير او د امام اعظم رح عالي دارالعلوم له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

کندز:
 د ياد شوي ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو غونډه په ښوونځيو کې په شرايطو د برابر ماشومانو د شاملولو په اړه جوړه شوه.

فاریاب:
 د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د میرکا توت بغلان لومړنی زده کړو ښوونځۍ پرانیستل شوه. په دې غونډه کې ځايى خلکو  درى زره متر مربع ځمکې موازي مساحت پوهنې رياست ته د ښوونځۍ د جوړېدو لپاره ورکړه.

کندهار:
 دکندهار ولايت دپوهنې رٸيس مولوي فخرالدين نقشبندي په داسې حال کې چې ددغه ولايت دبهرنيو چارو رٸيس هم ملګري و،  په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو د مٶسسې د ولایتي دفتر سرپرست ډاکتر نويل وېلاروما (Dr.Noel Villaromah) سره وکتل او  د دغه ولایت د پوهنې د وضعیت په اړه  يې خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS