د هېواد د ولایتونو په استازیتوب، د یو شمېر ولایتونو پوهنې رئیسانو د پوهنې وزارت له محترم سرپرست سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۲
21

د هېواد د ولایتونو په استازیتوب د کابل، میدان وردګ، بامیان، کاپیسا، غزني او لوګر ولایتونو د پوهنې ښاغلو رئیسانو د پوهنې وزارت له محترم سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل او په ولایتونو کې یې د پوهنیز وضعیت په اړه مفصل بحثونه او نظرونه تبادله کړل.
د یادو ولایتونو پوهنې رئیسانو، هر یو په خپل وار سره، د ولایتونو د تعلیمي، اداري او نورو مسایلو په اړه په عمومي ډول خبرې وکړې او د مدارسو او ښوونځیو د فعالیتونو په وړاندې ستونزې او ننګونې او د تعلیمي همکارو ادارو سره د تعامل لارې چارې او یو لړ وړاندیزونه او نظرونه یې د وزارت محترم مشرتابه سره شریک کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم سرپرست د پورته ذکر شویو مسئولینو د خبرو اورېدو پرمهال، د دوی راتګ ته ښه راغلاست ووایه، د پوهنې د کیفیت لاپیاوړتیا او د تعلیمي ادارو د پراختیا په برخه کې یې د ولایتي پوهنې ریاستونوله دندو ستاینه وکړه.
نوموړي له دقیق غور او بیاکتنې وروسته ولایتي مسئولینو ته اړینې لارښوونې ترسره، د وړاندې شویو نظرونو په اړه یې د همکارۍ ژمنه وکړه او د پورته ذکر شویو ننګونو د حل ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS