د ولایتونو اړوند پوهنې ریاستونو کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۳:۱۶
ن12

لوګر

د پوهنې په برخه کې یوې همکارې مؤسسې، د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د ۴ ښوونځیو لپاره د څښاک پاکو اوبو څاګانې برابرې کړې.
د لوګر پوهنې رياست مسئولينو د یادې مؤسسې  څخه د مننې ترڅنګ وویل: دغه څاه ګانې د لمريزې برېښنا په سولرونو او د اوبو په زېرمو سمبالې دي.

نورستان

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې  پلاوي نورستان ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي تاج محمد مطمئن سره په لیدنه کې نورستان ولایت ته د خپل سفر موخه، د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو د کارونو او فعالیتونو څخه څارنه او ارزونه وبلله.

پنجشېر

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د دیني زده کړو په آمریت کې د ۱۶۱ استادانو د ګمارنې لپاره ډله ییزه آزموینه واخیستل شوه.
د پنجشېر پوهنې رئیس او يو شمېر نورو مسئولينو د یادې آزموينې بهير وڅېړه او د موضوع په باب يې د خبرو په ترڅ کې، په دې پروسه کې په شفافيت او د عدالت په تامين ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د یادو بستونو له ډلې نیم یې د ښځینه استادانو لپاره ځانګړي شوي دي.

کاپیسا

د کاپيسا ولايت حصه اول ولسوالۍ د پوهنې آمریت، د سږ کال کانکور په آزموينه کې بريالي زده کوونکي د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وستايل. 
د يادې ولسوالۍ پوهنې آمر، زده کوونکو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د لوړو زده کړو په لاره کې د هغوی په بريا خوښي څرګنده کړه.

هلمند

په دې وروستيو کې مولوي عبدالله محسن د هلمند ولايت پوهنې رياست د کيفيت تضمين مدېر په توګه وګمارل شو، چې د ياد رياست د مشرتابه له لوري د پوهنې رياست اړوند همکارانو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې په کار پيل وکړ.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS