د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو ۴ درسي ټولګیو او یو جریب ځمکې د پېرلو ټولټال اټکلی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ ښودل شوی، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۱۵۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب، خوندي او معیاري چاپېریال برابر شي.
