د ولایتونو د پوهنیزو کړنو په تړاو څو لنډ خبرونه

میدان وردګ
د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ د میدان وردګ ولایت په چک، نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې، د ښوونځیو یو زره ۵۰۰ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ کړ.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې ریاست د پوهنې د یو همکار بنسټ په ملاتړ، د یاد ولایت د ښوونځیو ۲۶۸ تنو ښوونکو ته د تدریسي مېتودونو په اړه یو میتودیک سیمینار جوړ کړ.
فراه
د فراه ولايت د دولتي او خصوصي ښوونځيو زده کوونکو د یاد ولايت د پوهنې د مسئولينو او د دغه ولايت د نورو سيمه ييزو رياستونو د استازو په ګډون په يوه نندارتون کې ٤٩ قلمه بېلابېل توکي چې د دوى د تجربوي او عملي پوهې په پایله کې جوړ شوي وو، نندارې ته وړاندې کړل.
کابل
د کابل ولایت په خاکجبار، میربچه کوټ او چهارآسیاب ولسوالیو کې د پوهنې په ادارو او ښوونیزو بنسټونو کې د هوا د ککړتیا د کمولو او د چاپېریال ساتنې په موخه، یو زره ۶۵۴ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېښودل شول.