د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۲:۲
45

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو د ګمارلو په موخه، د یوې ډله ییزې آزموینې په ترڅ کې له شاوخوا ۷۰ تنو ښځینه نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.

پنجشېر

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت، د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ د کارکوونکو لپاره د سواد زده کړې یو پروګرام جوړ کړ.
د سواد زده کړې آمر او د یاد ولايت امنيې قوماندان هر يو د اسلام له نظره د سواد په اهميت او ګټو خبرې وکړې.
په پای کې د سواد زده کوونکو ته د هغوی د هڅونې په موخه درسي مواد هم ووېشل شول.

نورستان

د نورستان ولایت پوهنې ریاست له لوري په اوبو او صابون د لاسونو مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهنې رئيس مولوي ګل احمد حقاني د یاد رياست له آمرینو او مديرانو سره د ليدنې پر مهال پر یو لړ مهمو موضوعاتو لکه: په سيمه ييزو مدارسو کې د استادانو ګمارنه، د ښوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه له يوه خصوصي بانک سره هوکړه ليک په  تړاو بحث او تفصیلي خبرې وکړې.

هلمند

د هلمند ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ياد ریاست له کارکوونکو سره ناسته وکړه او د ښوونيز وضعيت او اداري چارو د لاښه والي په موخه يې لازمې مشورې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS