د ولایتونو له پوهنې ډګره د ځینو خبرونو لنډیز
بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند د سیدلولو مدرسې د ترمیم چارې پیل شوې.
په یاده پروژه کې د درسي ټولګیو د چتونو، دروازو، کړکیو او د ښوونځي د ځینو نورو وېجاړو شویو برخو ترمیم شامل دی، چې لګښت یې د سیمه ییزو خلکو له لوري ورکول کېږي.
د یاد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو د عامو خلکو له مالي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، له سوداګرو او شتمنو کسانو وغوښتل، تر څو له پوهنیز نظام سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې ریاست د نوزاد ولسوالۍ د ۲۰ بابه مدارسو او دارالحفاظونو د مسئولینو او استادانو لپاره یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.
په یاد سیمینار کې د پوهنې ریاست روزونکو، کارکوونکو ته په اداري او تدریسي چارو کې روزنه ورکړه.
لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست اړوند د ساینس او ټکنالوژۍ مدیریت د یو مرستندویه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د خوښۍ او څرخ ولسوالیو د ۴۳ بابه ښوونځیو۱۲۰ تنو ښوونکو ته یو میتودیک ورکشاپ په لاره واچاوه.
زابل
د زابل ولایت پوهنې ریاست د یوې ملاتړې ادارې په همکارۍ، د ښوونکو د مسلکي پراختیا په موخه، د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او علمي غړو ته «د ښوونکو لپاره د اغېزمنې ښوونې او روزنې د پراختیا پروګرام» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنی میتودیک ورکشاپ پیل کړ.
غزني
د غزني ولایت پوهنې ریاست د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د جاغوري ولسوالۍ ښوونځیو ته د درسي موادو، کتابونو، او اداري پاڼو د وېش لړۍ پیل کړه.