د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۴:۱
14

ننګرهار

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت یوه پلاوي، د ننګرهار ولایت له پوهنې مشرتابه سره وکتل او د یاد ریاست د کړنو په اړه یې خبرې وکړې.

پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې، د ياد رياست د کاري پلانونو او يو شمېر نورو کړنو له پلي کېدو څخه هم څارنه وکړه.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي: د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه د ۱۶۰ مترو په ژوروالي د اوبو یو څاه برابر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت مرکز اړوند د خرجل لزیر سيمې او د یاد ولایت پاتو ولسوالۍ اړوند د نوجوي، برمني او ونک کليو يو شمېر قومي مخورو، د دغه ولایت له پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار سره د کتنې پر مهال، په خپلو سیمو کې د ښوونځیو او مدارسو د فعالېدو غوښتنه وکړه، چې د پوهنې ریاست له لوري ډاډ ورکړل شو.

سرپل

په سرپل ولایت کې د سواد زده کړې له کورسونو څخه ۴۵۰ تنه فارغ او د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري پر هغوی باندې تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

پکتیکا

د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ، د پکتیکا ولایت له پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۱۳ بابه ښوونځیو د ښوونکو لپاره د هغوی د عملي وړتیاوو لوړنې په موخه یو میتودیک سیمینار جوړ کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS