د ولایتونو له ښوونیزو کړنو څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۲:۴۵
145

کندهار

د دیني مدارسو د بستونو د وېش په برخه کې، د افغانستان.ا.ا مشرتابه د عالي مقام د فرمانونو او حکمونو د پلي کولو په موخه، د کندهار ولایت د پوهنې مسئولینو، د مدارسو د مهتممینو او دیني علماوو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د کندهار پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي وویل: په دیني مدارسو کې ټولې چارې او ګمارنې باید د افغانستان.ا.ا مشرتابه د عالي مقام د فرمانونو او حکمونو په بنسټ ترسره شي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت کوټ ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو اداري او تدریسي چارې له نیږدې وکتلې او د ښوونیز نظام د معیاري کولو او ښوونیزو کړنو لاښه والي په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.

لوګر

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د یو مرستندویه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت د سواد زده کړې ریاست کارکوونکو او د ۵۴ بابه ښوونځیو ښوونکو ته د وړتیا لوړونې میتودیک سیمینار جوړ کړ او هغوی ته یې د بېلابېلو تدریسي میتودونو په اړه روزنه ورکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS