د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۴۸
سی

بلخ
د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس مولوي بسم الله نعماني په داسې حال کې چې د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل یې ملتیا کوله، د یاد ولایت نهرشاهي ولسوالۍ د پوهنې آمریت له احصائیوي سیمینار څخه لیدنه وکړه.
دغه راز نوموړي د سیمینار ګډون وال د اداري وړتیاوو لوړولوته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل، تر څو له خپلو ښوونیزو وړتیاوو څخه په ورځنیو چارو کې ګټه واخلي.

هرات
د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر، د یاد ولايت د ځينو خيريه بنسټونو له مسئولينو سره د کتنې پر مهال، د پوهنې رياست او خيريه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې د خیریه بنسټونو استازو د هرات پوهنې ریاست د کړنو او خدمتونو د بیانولو په ترڅ کې، د دوی له همکارۍ مننه وکړه او د خپلو مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

سرپل
د یو مرستندویه خیریه بنسټ په مالي مرسته، د سیمه ییزو ټولګیو څخه ۲۹۷ تنه زده کوونکي فارغ او د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د سرپل ولایت پوهنې ریاست ته ور وپېژندل شول.
  
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې ریاست له پاکستان څخه د ۵۰ راستنو شویو کډوالو زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیسته، ترڅو د دوی له سویې سره سم ټولګیو کې د شاملولو په موخه، بېلابېلو ښوونځیو ته ور وپېژندل شي.

لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست کې د ۱۴۰۳ ه ش کال په کانکور آزموینه کې د ګډون په موخه، د نوم لیکنې بهیر پیل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

- میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت دایمیرداد (جلګې) ولسوالۍ اړوند د ضیاءالمدارس دیني مدرسې سره، د ځایي خلکو له خوا د ۲۷۶۸۰ افغانیو مرسته شوې ده.

- لغمان:
د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست لخوا، لغمان ولایت کې د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۴ بابه ښوونیزې پروژې پرانیستل شوې

د پوهنې وزارات سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، ۴ بابه ښوونیزې پروژې، چې د خلکو په همکارۍ د ۱۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړې شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار ولایت له ښوونځیو سره د مېزونو، څوکیو او قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې یوې ملاتړې ادارې د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳ بابه ښوونځیو ته ۵۶۰ پایې مېزونه، څوکۍ او ۲۹ قلمه ښوونیز توکي چمتو کړل.

د پوهنې مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې یاد. . .

BACK TO NEWS