د ولایتونو پوهنې خبرونو ته یوه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۴:۵۲
123

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئیس مولوي محمد نورعزيزي، د یاد ولايت له يو تن سوداګر امين الله رامين سره وکتل او د دغه ولايت د خوست فرنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې د يوه منځني ښوونځي د جوړولو په باب تفصیلي خبرې وکړې.

همدارنګه:

د بغلان پوهنې ریاست د یاد ولایت د ښوونځیو له ۴۵ ممتازو زده کوونکو څخه د ارزونې آزموینه واخیسته.
په پلان کې ده چې ګټونکي زده کوونکي به د تحصیلي بورسونو لپاره پوهنې وزارت ته ور وپېژندل شي.

دایکنډي

د دايکنډي د مرکز او ولسواليو پوهنې مسئولينو د همغږۍ غونډه، د یاد ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په مشرۍ جوړه شوه.
 په یاده ناسته کې د کاري ستونزو د حل، د ښو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د نظریاتو د تبادلې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

بیا هم له یاد ولایت څخه:

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس په یاد ولايت کې د يوه مرستندويه بنسټ د ساحوي دفتر له استازي سره وکتل.
دواړو لورو د وېجاړو شويو ښوونځيو د بيارغونې او يو شمېر نورو همکاريو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

فاریاب

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه، د یاد ولایت د ښوونې او روزنې رئیس په مشرۍ او د پوهنې په برخه کې د سیمه ییزو ادارو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS