د ولایتو له پوهنې څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۲۷
5458

غزني

د غزني ولایت پوهنې ریاست د یاد ریاست ۵۲ تنو کارکوونکو ته اړینې جامې، بوټان، واسکټونه او خولۍ ووېشلې.

دایکنډي

د دایکنډي ولایت اشترلي ولسوالۍ اړوند د شیخ میران عالي لېسې ۱۷۵ پایې مات شوي او بې ګټې مېزونه - څوکۍ د ۴۰ زره افغانیو په لګښت د یو سیمه ییز خیرخواه ښاغلي علي امیني په شخصي مرسته ترمیم او بیاورغول شول.

لوګر

په تېرو پنځو میاشتو کې، د پوهنې سره علاقه لرونکو او سیمه ییزو خلکو لخوا د لوګر ولایت په مرکز کې له جمهوریت عالي لېسې سره د ۱۱۰ زره افغانیو نغدي مرسته شوې، چې د ښوونځي د ودانۍ او اړینو تجهیزاتو لپاره به وکارول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS