د پوهني وزارت سرپرست نورستان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۱:۱
د پوهني وزارت سرپرست نورستان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د يوه کاري سفر په ترڅ کې د نورستان ولایت مرکز پارون ته لاړ او هلته د پوهنې ریاست په انګړ کې د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن ترڅنګ د بېلابېلو دولتي ادارو رئیسانو د پوهنې مسئولينو او ولسي مشرانو له لوري د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ورته تود هرکلی وویل شو.

د غونډې په پيل کې د نورستان پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ
د پوهنې ریاست اړوند لاسته راوړنې، شته ننګونې او غوښتنې يې ورسره شریک کړې او ډاډ يې ورکړ چې د پوهنې وزارت له اصولو او طرزالعملونو سره سم به خپل ښوونيز او روزنيز فعالیتونه پلي کړي، ولس ته به غوره خدمتونه وړاندې کوي.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د عصري او ديني علومو پر اړتيا او ارزښت تفصيلي وينا وکړه او له ټولو يې وغوښتل چې خپلو اولادونه ښوونځيو او مدارسو ته واستوي.
نوموړي زیاته کړه: په هېواد کې دیني مدارسو ته سل زره بستونه د عالیقدر شیخ امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري منظور شوي چې نورستان ولایت لپاره د نورو ولايتونو په نسبت زیات بستونه ځانګړې شوې دي.

د نورستان ولایت د ولسونو په استازولۍ مولوي سميع الله خنجر او مولوي نعمت الله ويناوې وکړې.نوموړو د پوهنې وزارت له مشرتابه مقام څخه مننه وکړه چې نورستان ولایت ته ځانګړې پاملرنه لري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS