د پوهنې له ډګره د ولایتونو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۳:۵۸
123

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې ریاست د قرغه یي ولسوالۍ سورکان کلي کې، له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره ۳ موقتي درسي ټولګي جوړ او له دوی سره یې د لا زیاتو ښوونیزو همکاریو ژمنه وکړه.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست په تورخم کې، له پاکستان څخه پر ۳۰۰ راستنو شویو زده کوونکو ښوونیزو مواد ووېشل او له کډوالو یې وغوښتل، تر څو خپل ماشومان نویو جوړو شویو ټولګیو ته واستوي.

نیمروز

د نيمروز ولايت پوهني رياست د رقابتي آزمويني پروسه، د ولايت مقام او اداري اصلاحاتو کمېسيون د استازو په شتون کي، د ١٨٠ تنو نوماندانو په ګډون ترسره کړه.
ټاکل شوې، هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت په ښوونځیو کې د قراردادي ښوونکو په توګه وګمارل شي.

همدارنګه:

د نیمروز ولایت افغان ترک لېسې ادارې، د یاد ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ، د لسګونو تنو په شرایطو برابرو کسانو څخه د کانکور آزموینه واخیسته.

هلمند

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له ۳۶۰ تنو فارغو کسانو څخه د رقابتي آزموینې بهیر په لاره اچولی، تر څو وړ کسان د یاد ولایت په دیني مدارسو کې د ښوونکو په توګه وګماري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS