د پوهنې محترم وزیر، د کابل ښار لسمې ښوونیزې حوزې په اړوندو ښوونځیو کې له معیاري ازموینو څخه څارنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۶
5644564

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د کابل ښار په اماني عالي لېسه کې د لسمې ښوونیزې حوزې اړوندو ښوونځيو له معیاري ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د پوهنې محترم وزیر له یادې ازموینې څخه د څارنې پرمهال وویل چې، له دغې پروسې اساسي موخه د روڼتیا تامینول، درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، هڅه کوو ترڅو په راتلونکو ۵ کلونو کې دغه بهیر د هېواد ټولو ولایتونو ته هم وغځوو.
د یادونې وړ ده، چې پورته ذکر شوې ازموینې، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې پلې کېږي او له پلان سره سم به د کابل ښار په ۱۶ ګونو ښوونیزو حوزو او ۳۰ محلونو کې د امارتي او خصوصي ښوونځیو د لسمو ټولګیو له (۴۱۸۲۲ تنه) زده‌کوونکو څخه واخیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS