د پوهنې وزارت  اونیز اداري مجلس  دایر شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۴:۵۶
د پوهنې وزارت  اونیز اداري مجلس  دایر شو

د پوهنې وزارت (۳۹) ګڼه اونیز اداري مجلس د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر په مشري،په داسي حال کې چې د یاد وزارت معینانو او مرکزي رئیسانوپکې ګډون درلود، دایرشو.
یاد مجلس چې د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، له هیواد څخه بهر د پوهنې له وزارت سره د ثبت شویو دولتي او خصوصي  ښوونځیو د فعالیت د جواز او د هغوی د تعلیمي اسنادو د ارزیابي، د هیواد لري پرتو او محرومو سیمو ته د بهرنیو او کورنیو مؤسساتو او خیریه بنسټونو د تعلیمي خدماتو د غزولو، د بشري سرچینو لوی ریاست ته د پوهنې وزارت د اړوندو مرکزي ریاستونو د نویو تعیناتو د لېږلو او دې ته ورته نورو مسایلو په هکله  پکې تفصیلي بحثونه او پرېکړې وشوې او د هرې موضوع لپاره ځانګړي هیئتونه وټاکل شول. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS