د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د کابل ښار له اتمې تعلیمي حوزې څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب د کابل ښار له اتمې تعلیمي حوزې او د یادې حوزې له اړوندو ځینو ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې محترم وزیر صاحب د یادې تعلیمي حوزې د مسئولینو،کارمندانو او د ښوونځیو د آمرینو او ښوونکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له نږدې څخه واورېدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت به د دوی د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو په برخه کې پوره هڅه او هاند کوي او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د یادې تعلیمي حوزې مسئولینو او د ښوونځیو ښوونکو ته د حاضري د پابندي او د تعلیمي بهیر کمیت او کیفیت ته د پوره پاملرنې سپارښتنه وکړه او هغوی یې دې ته وهڅول ترڅو په پوره امانتداري ، اخلاص او ژمنتیا سره د هیواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره کار وکړي او په خپلو زده کوونکو باندې د معنوي پلرونو په څېر مهربان واوسي.
