د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۱
dsf

د پوهنی وزارت د پینځم، شپږم اداري او ښوونکو بستونو لپاره د غوښتونکو د پام وړ!

ټول هغه محترم غوښتونکي چې د پوهنې وزارت د پینځم، شپږم اداري او ښوونکو ۸۱۶۵ بستونو د رقابتي آزموینې په پروسه کې شامل شوي دي، کولای شي، د یاد وزارت د نصاب له هغو علمي سرچینو څخه استفاده وکړي، کوم چې د دغې آزموینې په برخه کې د استفادې لپاره په پام کې نیول شوي دي.
 * د آزموینې لپاره له ټاکل شویو سرچینو سره سم د پوښتنو شمېر او ترکیب:
1-- د دعوت او ارشاد له نصاب څخه ټولټال ۱۰ پوښتنې.
۲- د مسلکي او پیداګوژیکي برخې څخه ۳۰ پوښتنې. په شمول دې:
الف: د پیداګوژیکي برخې څخه ۱۵ پوښتنې (کتاب INSET 1)
ب: د ښوونیزې او روزنیزې ارواپوهنې برخې څخه (د پوهاند عبدالمنان حقیار کتاب) ۱۵ پوښتنې.
۳_۶۰ ځانګړې پوښتنې د ۱۰ څخه تر ۱۲ ټولګیو اړوند د مسلک مطابق.
الف: د لسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې.
ب: د یوولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې.
الف: د دولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې.

یادونه: د دیني علومو په برخه کې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو دوه مضمونونه ( تفسیر او اسلامي زده کړې) د جلا مضمونونو په توګه تدریس کېږي او د دیني علومو په بستونو کې د ځانګړو پوښتنو ترکیب په لاندې ډول ټاکل شوی:
الف: د لسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې / ۱۰ پوښتنې د اسلامي ښوونې او روزنې څخه / ۱۰ پوښتنې له تفسیر شریف څخه.
ب:: د یوولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې / ۱۰ پوښتنې د اسلامي زده کړو په اړه / ۱۰ پوښتنې له تفسیر شریف څخه.
الف: د دولسم ټولګي له ښوونیز نصاب څخه ۲۰ پوښتنې / ۱۰ پوښتنې د اسلامي زده کړو څخه / ۱۰ پوښتنې له تفسیر شریف څخه.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS