د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې رياست مبلغينو لپاره اصلاحي او تربيتي سيمينار پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۸:۵۵
21

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې رياست مبلغينو لپاره یو ورځنی اصلاحي او تربيتي سيمينار، د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، ځینو مرکزي رئیسانو، مسئولینو او مبلغینو په حضور کې جوړ شو.

په پیل کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مبلغینو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دعوت او ارشاد د موخو او په ټولنه کې یې د مثبت اغېز په تړاو مفصله ویناء وکړه.

ورپسې د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین د خپلو خبرو په ترڅ کې، د مبلغ لپاره تر ټولو مهم شرایط د نیت اصلاح، خپل نفس سره محاسبه او د الله تعالی رضا حاصلول وبلل.

نوموړي څرګنده کړه، موږ ته اوسمهال تر ټولو مهم مسئولیت راسپارل شوی، کوم چې د دیني او شرعي مسایلو بشپړ تطبیق دی.

د کیفیت تضمین معین د وخت ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت ټول منسوبین مکلف دي، تر څو خپلې دندې په ټاکلي وخت ترسره او خپل ديني او ملي وجایب اداء کړي.

په ورته مهال يو شمېر نورو جیدو علماءکرامو هم د دعوت او ارشاد مبلغینو او منسوبینو ته اغېزناکې ویناوې وکړې او هغوی یې خپلو اساسي مسئولیتونو ته متوجې کړل.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS