د پوهنې وزارت د احصایې او معلوماتو رئیس په رسمي سفر پروان ولایت ته لاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۵:۴
د پوهنې وزارت د احصایې او معلوماتو رئیس په رسمي سفر پروان ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د احصایې او معلوماتو د رئیس محترم مولوي بسم الله نعماني په مشرۍ پلاوی پروان ولایت ته سفر وکړ.

د یاد سفر اصلي موخه د همدغه ولایت پوهنې ریاست لخوا راټولې شوې احصایې بیاکتنه او تایید دی، کوم چې دمخه د کیفیت تضمین آمریت د احصایې مدیریت لخوا په ۱۲ مخونو کې راټوله او په سیسټم کې ثبت شوې ده.

د دغه سفر په جریان کې، د احصایې ریاست د جبل السراج ولسوالۍ په کچه د پروګرام څارنه او بیاکتنه وکړه ترڅو یاد پروګرام په سمه توګه پلی او د احصایې او کیفیت تضمین ریاست د کارکوونکو دوه کسیزه ټیمونه په منظم ډول د پروان ولایت مرکز او نورو ولسوالیو ته ګمارل شوي ترڅو د معیاري پروسو سره سم د تایید پروسه ترسره کړي.

د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي د دې نوښت هرکلی وکړ او د دغه پروګرام په بریالي پلي کولو کې یې خپله بشپړه همکاري څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې دغه پروسه د پوهنې وزارت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د تعلیمي معلوماتو معیاري کولو، د احصایوي روڼتیا تضمینولو او د یاد وزارت د معلوماتو مدیریت سیسټم پیاوړی کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS