د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین د ولایتونو د اسلامي زده کړو له آمرینو او استازو سره ناسته وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۱۷
twt

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د اسلامي زده‌کړو له استازو او آمرینو سره په کتنه کې، د اسلامي زده کړو د بنسټونو د تعلیمي وضعیت، د هغوی د پرمختګونو او ستونزو په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله کړل.

د غونډې پر مهال، په ولایتونو کې د دیني مدارسو، دارالعلومونو او دارالحفاظونو د تعلیمي وضعیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او اړوندو استازو خپلې ځینې ستونزې او وړاندیزونه د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو له معین سره شریک کړل.

د اسلامي زده کړو معین آمرینو او استازو د ښه راغلاست ترڅنګ، په ولایتونو کې د دیني زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي بهیر لاښه والي په اړه پورته ذکر شویو استازو ته اړینې او مناسبې لارښوونې وکړې او ویې ویل: "څرنګه چې زموږ دندې او مسئولیتونه خورا مهم دي، موږ باید له دې ارزښتناک فرصت څخه ګټه پورته کړو، ترڅو خپلو هېوادوالو ته غوره او اغېزناک پوهنیز چوپړونه وړاندې کړو."

همدرانګه نوموړي ټینګار وکړ، چې د مدرسینو څخه باید په پرمختیايي برخو کې بشپړه ګټه پورته شي او د زده‌کونکو والدین باید وهڅول شي، ترڅو د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت مشرتابه به د هېواد بچیانو د زده‌کړې او روزنې لپاره د لازیاتو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې له هر ډول هڅو څخه درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS