د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې رئیس بدخشان ولایت ته لاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۲:۵۳
شسی

د پوهنې وزارت معین مولوي عبدالحی حازم، چې باید بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فارياب، سرپل ولایتونو ته د دغه ریاست د وړاندیز شویو پلانونو د ارزونې او تطبیق په موخه یو لړ ولایتونو ته سفرونه وکړي. له باصلاحیته پلاوي سره یو ځای بدخشان ولايت ته داخل لاړ.
د دې سفر موخه د مبلغ امام پیژندنه، د دیني چارو څارنه، د اداري کارونو کتنه او د ستونزو او شکایتونو اوریدل یاد شوي دي.
د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې رئیس بدخشان ولایت ته د رسیدو پر مهال د دغه ولایت د پوهنې له رئیس سره وکتل او د دغه پلاوي د سفر موخې یې تشریح کړې.
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې رئیس، د مشرتابه پلاوي، د ښاري او ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د دغه ولایت د ښوونځیو مسوولینو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې د بدخشان ولایت د پوهنې رئیس مولوي محراب الدین اقبال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې رئیس مولوي عبدالحی حازم د یاد ریاست د دندو او مسوولیتونو او د پلاوي د سفر د موخو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
هغه ټینګار وکړ چې په دفترونو کې تقرر باید د تقوا، ژمنتیا، تخصص او وړتیاوو پر بنسټ ترسره شي، د آمرینو د امرونو اطاعت دې وشي او ټول کارکوونکي دې خپلو دندو ته غاړه کیږدي.
هغه له کارکوونکو وغوښتل چې د جماعت په لمانځه کې ګډون وکړي او ښځينه مراجعین دې اسلامي حجاب مراعات کړي.
د ولایت مبلغ امام دې باید هره ورځ د پوهنې ریاست کارکوونکو ته ځانګړی نصاب او د قرآن کریم ترجمه ور زده کړي.
هغه زیاته کړه: ټولې ادارې باید له رشوت، اختلاس او نورو غیر شرعي چارو څخه ډډه وکړي او د بیت المال له وسایلو سره دې احتیاط وکړي.
په ورته وخت کې ياد شوي پلاوي د پوهنې رياست له مسوولينو، د ښار او ولسواليو له آمرینو سره وکتل او له يو شمېر ښوونځيو يې ليدنه وکړه او د هغوى شکايتونه، ستونزې او نظرونه يې واورېدل.
له بلې خوا د ياد شوي ولايت د پوهنې رياست مسوولينو او کارکوونکو د پوهنې وزارت د بلنې او لارښوونې له رئيس سره په کتنه کې خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د دوى ټولې طرحې به عملي کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۱
Background image

پکتیکا ولایت کې "د اسلام اساسات" ازموینې پایلې اعلان شوې

«د اسلام اساسات» ازموینه، چې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د پوهنې همکار فکري او کلتوري بنسټ لخوا اخیستل شوې وه، پایلې یې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې اعلان شوې.
په یاده ازموینه کې محبوب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د پوهنې محترم وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د یو رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو او د ښوونیزو پروګرامونو له آمرینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د "ښوونې پرمختګ او مؤثرې زده‌کړې پیاوړتیا" تر سرلیک لاندې د هېواد د ختیځ زون د ښوونکو علمي او مسلکي غړو لپاره ۹ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د. . .

BACK TO NEWS