د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس د خپلو ولايتي سفرونو په دوام بلخ ته ورسېد

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحلیم حلیمي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ولاړ او د ياد ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه او د بېلابېلو ادارو له مسئولينو سره یې وکتل.
ياد پلاوي په لومړي قدم کې د وړتياوو لوړونې له هغه پنځه ورځني سیمینار څخه څارنه وکړه، کوم چې د بلخ د پوهنې ریاست د مسئولینو او کارکوونکو لپاره د پوهنې متخصصینو له لوري په لاره اچول شوی ؤ.
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بلخ ولایت ته د خپل سفر موخه له مسئولینو سره کتنه، د پوهنې ریاست د اداري چارو ارزونه او د سيمينارونو په جوړولو سره د کارکوونکو د وړتياوو لوړول وبلل.
د بلخ ولايت پوهنې رئيس الحاج شيخ مولوي عبدالجليل شهيدخيل د يادو سيمينارونو ترسره کېدل خورا ګټور وبلل او له ټولو ګډون والو يې وغوښتل، تر څو د دغه سيمينار له محتوا څخه پوره ګټه پورته کړي.