د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ د مهمو کړنو او لاسته راوړنو راپور

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۳۲
616

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو له لوري د یاد وزارت په مرکزي هسته کې ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد منظور شوی نصاب په دوامداره توګه تدریس شوی او د هغوی د سیرت او صورت د اصلاح او څارنې په موخه لازم اقدامات ترسره شوي دي.
همدارنګه، د ولایتونو په ښوونيزو حوزو سربېره په ا/مارتي او خصوصي ښوونځیو، مدارسو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې کارکوونکو او مسوولینو ته د اهل سنت والجماعت د عقیدې، نبوي سیرت، اطاعت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون او نورو اړوندو دیني موضوعاتو په اړه دیني او اصلاحي درسونه وړاندې شوي دي.
دغه راز، د حجاب او شرعي لباس د رعایتولو، د سیرت او صورت د اصلاح، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو، ښوونیز نظم او د اړوندو شرعي لارښوونو او فرمانونو د تطبیق په اړه اصلاحي او لارښوونیزې برنامې جوړ شوي دي.
په ورته مهال، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له شاوخوا  ۳۷۳ ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه او څارنه شوې او د فعالیتونو د لا ښه تنظیم او سمون په موخه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې شوې دي.
د یادولو وړ ده چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د ملک په کچه لږ تر لږه ۱۲۴ اصلاحي او لارښوونیزې غونډې هم ترسره شوي دي.
سربېره پر دې، د دیني کتابونو او رسالو د وېش، د کارکوونکو د حاضرۍ او اداري نظم څارنه او د ښوونیزو بنسټونو د کارکوونکو ترمنځ د دیني او اخلاقي پوهاوي د کچې لوړولو په برخه کې هم اړین فعالیتونه ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۳۲
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند کتوت لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو او خیرخواه خلکو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۹
Background image

په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند تحت غلمین لېسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

په لوېدیځه حوزه کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه

د لوېدیځ زون (کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو) د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د وړتیا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي د لوی رئیس او د یادو. . .

BACK TO NEWS