په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند کتوت لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو او سیمهییزو اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو او خیرخواه خلکو په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۱۰ درسي ټولګي او ۴ اداري خونې به ولري.
