د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۱:۲۴
14

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په مشرۍ د یاد وزارت د ښوونې او روزنې، سرچینو او ادارې معینیتونو، د کارکونکو چارو او د مقام د دفتر لوی ریاستونو د استازو په حضور کې، د دعوت او ارشاد ریاست د تشکیل په هکله دوې مهمې او کلیدي غونډې ترسره شوې.
دغه راز د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د کلني پلان سره سم د تېرې چهارشنبې په ورځ، د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند (۳۵۰) تنو مبلغینو لپاره د استقلال عالي لېسې د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي او تربیتي سیمینار ترسره شو.
په یاد علمي سیمینار کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، د ملي دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنگي چارو رئیس مولوي سیدآغا صاحب، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دعوت ارشاد رئیس مولوي ابوفیضان صاحب، مبلغینو او یو شمېر نورو جیدو علماء کرامو هم حضور درلود.
ویناوالو  د همدغه روزنیز سیمینار ګډون والو او مبلغینو ته د دعوت اصول، شرایط او د دعوت په هکله لازمې او هراړخیزې علمي ویناوې او سپارښتنې وکړې.
په ورته مهال، دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه، لکه؛ د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یاد ریاست څخه امام مولوي ابراهیم صاحب او ملا حبیب الله "عزیر" صاحب د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې ولیده او هغوی ته یې لازمې توصیې وکړې.
همدا راز تېره یکشنبه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان سروري لخوا د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته علمي او اصلاحي بیان ترسره شو.
په یاده اصلاحي ویناء کې د دعوت او ارشاد رئیس له کارکوونکو وغوښتل تر څو خپلې چارې په پوره صداقت، اېماندارۍ او د اسلامي امارت د پالیسیو مطابق تنظیم کړئ، د مراجعینو کارونه له ځنډ سره مخ نه کړئ او د خپلو مشرانو بشپړ اطاعت وکړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS