د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مشورتي ناسته د یاد وزارت د مرکزي څانګو له مسئولینو سره ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۱:۲۷
123

 د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مشورتي ناسته، د خپلو اړوندو اداري پلانونو او پروګرامونو د تطبیق او مشورو په موخه، د یاد وزارت د مرکزي څانګو له مسئولینو سره ترسره شوه. 
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د فقهې او دیني مسائلو رول او اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: یاد رياست غواړي، تر څو په دې برخه کې يو پروګرام جوړ او په دغه وزارت کې د خپلو همکارانو په وړاندې خپل ديني مسئوليتونه سرته ورسوي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام، د دعوت او ارشاد ریاست له مسئولینو او د پوهنې له کارکوونکو وغوښتل، چې د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو او اسلامي مسایلو په اړه د لا زیاتو ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره خپلې هلې ځلې له پخوا څخه زیاتې او د عامو خلکو د پوهنې او فکري بډاینې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي او پرېنږدي چې زموږ اسلامي ټولنه او نوی نسل د پردیو فرهنګونو تر یرغل لاندې راشي.
ورپسې د دعوت او ارشاد ریاست څو تنو مسئولینو خپل رغنده نظريات او وړانديزونه د دعوت او ارشاد رئیس ته وړاندې کړل، چې د غونډې د ګډون والو له لوري وستايل شول.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS