د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار د یو شمېر لیسو له زده کوونکو سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۴:۲۵
123

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان سروري په لارښوونه، د یاد ریاست د مدیرانو او مسئولینو په ګډون یوه پلاوي، په جلا جلا توګه د کابل ښار محمود هوتکي، ابن سینا، تمیم انصار او عاشقان و عارفان لېسو څخه لیدنه وکړه او له آمرینو او زده کوونکو سره یې وکتل. 
غونډې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې.
ورپسې د یادو لېسو آمرینو د پوهنې وزارت د د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په خپلو خبرو کې د ټولنې او نوي ځوان نسل د اصلاح په برخه کې د دیني علومو په ارزښت خبرې وکړې او څرګنده یې کړې، چې د دنیا او آخرت د بریالیتوبونو یوازنۍ بریا د دیني علومو په زده کړه کې نغښتې ده.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي خپل پروګرامونه د یادو لېسو مسئولینو ته وړاندې کړل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د زده کوونکو لپاره دې د یني علومو حلقې جوړې کړي تر څو هغوی د دیني علومو په برخه کې لازمې وړتیاوې ترلاسه کړي.
دغه راز پلاوي زده کوونکو ته د دیني درسونو د تدریس په موخه په یادو لېسو کې مبلغین هم وګمارل او له زده کوونکي یې وغوښتل، چې د دیني درسونو په پروګرامونو کې برخه واخلي او له یادو درسونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
په پای کې د يادو لېسو مسئولينو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د پلان هرکلى وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د یاد ریاست د پروګرامونو په پلي کولو کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS