د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوي، د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې له درې بابه ښوونځیو څخه څارنه وکړه
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس ښاغلي عبدالوکیل الهام په مشرۍ څارنیز پلاوي د کابل ولایت استالف ولسوالۍ اړوند د استالف، شهید مولوي یعقوب او خواجه حسن ښوونځيو له ساینسي لابراتوارونو، کمپیوټر خونو او کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنو پرمهال د عملي زدهکړو بهیر، د موجودو وسایلو د کارونې او ساتنې وضعیت او د ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې او په ځینو ښوونځیو کې د عملي تدریس د کچې د محدودیت او له شته امکاناتو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې په اړه اړوندو مسوولینو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
