د پوهنې وزارت د سرچینو او اداری معین د غزني ولایت له مدرسو څخه لېدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۳:۴۹
دیدار معین منابع و اداره وزارت معارف از مدارس ولایت غزنی

د پوهنې وزارت د سرچینو او اداری معین شیخ الحدیث مولوي سعید احمد شهیدخیل او ورسره مل پلاوي هر یو د خصوصي زده کړو رئیس، مولوي عبدالرحمن حمیدي د دارالعلومو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او د دغه وزارت د تقنین او پالیسۍ رئیس مولوي محمد رحیم ایوب غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د موی مبارک دارالقراء مدرسې، عبدالله بن عباس (رض) له دارالحفاظ او عبدالله بن عباس (رض) له مفسر خصوصي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
چې د یادو مدرسو د مسوولینو او زده کوونکو له خوا دوی ته ښه راغلاست وویل شول
ورپسې د پوهنې وزارت مرستیال په ټولنه کې د علماوو رول او مقام ته په اشارې سره وینا وکړه او ویې ویل: له سپېڅلو ځایونو، جوماتونو او مدرسو سره مرسته کول جاریه صدقه شمېرل کېږي. له خلکو په ځانګړي ډول له سوداګرو یې وغوښتل چې په دې برخه کې مادي او معنوي مرستې وکړي.
ده وويل: له مدرسو سره مرسته کول د دیني زده کړو د کيفيت په لوړولو کې مرسته کوي او د ټولنې د اصلاح او پرمختګ بنسټونه پياوړي کوي.
د پوهنې وزارت مرستیال  د یادو مدرسو د مسوولینو ستونزې او نظریات واوریدل او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت به ستاسو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي او د اسانتیاوو په برابرولو کې به خپلې هڅې جاري وساتي.
د غونډې په پای کې یې ممتازو زده کوونکو ته د ډالۍ په ورکولو سره زده کړو ته وهڅول .
غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS