د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو او پایلو ارزونې ریاست پلاوي د غزني ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۹:۳۸
hjhghhg
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت څلور کسیزه پلاوي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې غزني ولایت ته رسېدلی؛ نن یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني او یو شمېر کلیدي څانګو له آمرینو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د آزموينو بهير پر معياري کولو، د سوالونو بانک د تطبيق ترڅنګ، پردې پرېکړه وکړه، چې د یاد ولایت د شهید عبدالسلام، پښتون آباد ښوونځيو او د کیمیا خصوصي ښوونځي د لسم، یوولسم او دولسم ټولګيو له زده کوونکو څخه په اسلامي ښوونې او روزنې، ریاضي، بیولوژي او تاریخ مضمونونو کې معیاري آزموینه واخیستل شي.
له بلې خوا د غزني ولایت پوهنې رئیس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال ژمنه وکړه، چې د زده کوونکو د آزموینو معیاري کولو په برخه کې به له پوهنې وزارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS