د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د سمنګان ولایت دیني مدارسو ازموینې پروسه وڅارله

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۵۶
\ظزظ\طز

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په رسمي سفر سمنګان ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مولوي محراب الدین اقبال سره د لیدنې پرمهال، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه څارنه وکړه.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د ازموینې اخیستلو لړۍ، د پوښتن‌پاڼو تنظیمولو طریقه، د ګډون‌والو شتون او د ازموینې اصولو او روڼتیا په هکله بشپړه کتنه وکړه.
نوموړي د یادې لیدنې په جریان کې، د سمنګان پوهنې رهبرۍ سره د رڼو ازموینو د ترسره کولو اهمیت، د طلابو علمي کچې ښه والي او د پوهنیزنظام په پیاوړتیا کې د معیاري ازموینو رول په اړه مفصلې خبرې وکړې او د ازموینې د اصولو او مقرراتو پر دقیق پلي کولو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د سرپل ولایت دیني مدارسو ازموینې پروسه وڅارله

د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په رسمي سفر سرپل ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مولوي محمدرحماني سره د لیدنې پرمهال، د دیني مدارسو د ثانويه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر د میدان وردګ ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، میدان وردګ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه لیدنه او کتنه وکړه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۲
Background image

په زابل ولایت کې د ۱۶ ښوونیزو پروژو بیارغونې چارې بشپړې شوې 

د پوهنې وزارت چارواکو په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، په دې وروستیو کې د زابل ولایت په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې د ۱۶ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم کارونه بشپړ شوي، چې د پوهنې. . .

BACK TO NEWS