د پوهنې وزارت د نتايجو او شهادت نامو ریاست د رسمي اسنادو  الکترونیکي سیستم"بريد" پرانيستل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۲:۱۶
123

د پوهنې وزارت د نتايجو او شهادت نامو رياست د سندونو د الکترونیکي کولو رسمي سیستم "بريد" د ياد وزارت د کيفيت تضمين معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د نتايجو او شهادت نامو رئيس مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده، د مرکزي څانګو یو شمېر مسئولینو او د ياد رياست د کارکوونکو په ګډون، پرانيستل شو.
غونډه د سپېڅلي الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معين راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د رسمي او اداري اسنادو د الکترونیکي کولو د سیستم"بريد"  په ګټو خبرې وکړې. 
دغه راز نوموړي  وویل: "پوهنې وزارت د اداري کارونو د چټکتیا، روڼتیا، د مراجعینو د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او په ورځنیو چارو کې د لاښه والي په موخه، خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې یو له لویو لاس ته راوړنو څخه يې"  د رسمي اسنادو "بریډ"برېښنایي کولو سیسټم پيلول دي.
د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معين څرګنده کړه: زموږ په هېواد کې څلوېښت کلنو جګړو له بده مرغه د هېواد د اداري نظام په ګډون ټولو برخو ته نه جبرانېدونکې زیانونه اړولي او اړتیا ده، چې د نننۍ ټکنالوژۍ په کارولو سره اداري سيستمونه اصلاح او د رسمي اسنادو چمتو کولو کې روڼتيا رامنځته شي، تر څو د هېواد راتلونکي نسلونه وکولا شي د خپلو خلکو او هېواد په وړاندې خپلې مهمې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادت نامو رئیس د اداري کارونو برخه کې په نظم، نوښت او قوي مدیریت ټینګار وکړ او د "بريد"  سیستم یې د ستونزو په مخنیوي او د کارونو د روڼتيا په برخه کې اغېزمن وباله.
په پای کې، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معين له لوري په رسمي ډول ياد سيستم پرانيستل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS