د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین ختیځ زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې ننګرهار ته ورسېد
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني او ورسره مل پلاوي، ختيځ زون ولايتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د پوهنې له رئیس، مسولینو او کارکوونکو سره وکتل.
په پیل کې نوموړي د یاد ولایت د پوهنې ریاست اداري چارې له نږدې وکتلې او د وضعیت ارزونې ترڅنګ یې له مسوولینو سره یو شمېر مهم نظریات او لارښوونې شریکې کړې.
همدارنګه د پوهنې وزارت محترم معین د مرکز جلال اباد اړوند شمس الدین مجروح او عربانو عالي لېسو تدریسي او ښوونیز وضعیت له نږدې وڅاره او مسوولینو ته یې د ښوونیز او رزونیز کیفیت لاپیاوړتیا په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
