د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له سید جمال الدین افغان نمونوي لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
طبظطز

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د سید جمال‌الدین افغان نمونوي لېسې ته لاړ او هلته یې د یادې لېسې له مسئولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو سره له نږدې وکتل، چې د چارواکو او زده‌کوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
د پوهنې وزارت محترم معین د یاد تعلیمي مرکز ارزښت، اغېز او د زده‌کوونکو د ښوونې او روزنې پراخې موخې تشرېح کړې او زیاته یې کړه: "د دغې لېسې بنسټ اېښودل د پوهنې مشرتابه د قوي ارادې، پاک نیت او ژور تعهد څرګنده نښه ده او له تاسو زده‌کوونکو هم غواړو چې له دغه طلايي فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړئ."
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه: " ممکن تاسو په پیل کې د خپلو کورنیو، خپلوانو او ملګرو څخه د لېرې‌والي له امله رواني فشار سره مخامخ شوي یاست؛ خو دا مبارزه د یو لوی هدف لپاره ده. تاسو باید خپل هوډ، اراده او د ځان‌باورۍ حس لا پسې قوي کړئ."
د یادونې وړده، تر دې دمه له ۲۰۰ تنو تازه جذب شویو زده‌کوونکو څخه ۱۶۵ تنه یې اوسمهال په یاده لېسه کې په درسونو بوخت دي، چې ورسره سم د زده‌کوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د امکاناتو تنظیم او د چاپېریال جوړښت لا هم د بشپړېدو په حال کې دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS