د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي نورستان ته رسمي سفر وکړ
![د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت پلاوي نورستان ته رسمي سفر وکړ](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-06_at_1.59.46_pm.jpeg)
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست یوه پلاوي، د پوهنې ریاست د ښوونیزو فعالیتونو د څېړلو په موخه نورستان ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د نورستان پوهنې رئیس مولوي تاج محمد ممطئمن ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یاد ریاست ستونزې او وړاندیزونه یې له پلاوي سره شریک او کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه، تر څو له مرکز ي پلاوي سره د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په برخه کې همکاري وکړي.