د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین جوزجان ولايت ته سفر وکړ.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۱۱:۳
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین جوزجان ولايت ته سفر وکړ.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعید د یوه لوړ پوړي  پلاوي په ګډون چې د ولایتی چارو د انسجام عمومي رئیس الحاج مولوی پاینده محمد تعليم او د ښوونې او روزنې یو شمېر سلاکارانو او کارپوهانو يی هم ملتيا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو (بلخ، فاریاب، جوزجان او سرپل) د پوهنې ریاستونو له وضعیت او د ۱۴۰۲ کال عملیاتي پلانونو د تطبيق او ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته ورسېدل.
لومړی د پوهنې وزارت معين له یاد ریاست څخه لیدنه وکړه او د پوهنې له رئیس او مسؤلینو سره یې مفصلې خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد د پوهنې وزارت لوړ پوړي پلاوي ته ښه راغلاست وویل  او د پوهنې وزارت د معين په حضور کې یې د دغه ریاست د کړنو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ.
د پوهنې رئيس د چارو دښه والي په برخه کې ددغه رياست شته ستونزې او ننګونې  شریکې کړې او د حل په موخه یې لازم وړانديزونه وړاندې کړل .
په یاده کتنه کې د پوهنې وزارت پلاوي د یاد ریاست ټول فعالیتونه او د روان کال د عملیاتي پلانونو د تطبیق هر اړخیزه ارزونه وکړه.
په پام کې ده چې د پوهنې وزارت معين او ورسره مل پلاوی په جوزجان ولایت کې لاندې پروګرامونه پلي کړي:
  ۱- د جوزجان ولایت د پوهنې د وضعیت هر اړخیزه ارزونه او څارنه.
  ۲- د مرکز او ولسوالیو په ګډون د پوهنې ریاست کارکوونکو د ورځنیو چارو د پلانونو او پر وخت اجراآتو څارنه.
 ۳- د مرکز او ولسوالیو د پوهنې  ریاست آمرينو او مدیرانو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو تنظیمول.
 ۴- په محرومو او لرې پرتو سیمو کې د مامورینو او استادانو د ګمارنې څېړنه.
په پای کې د پوهنې رئیس د دغه ولایت ښوونیز وضعیت ته د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت د پرېکړو او عملياتي پلانونو په تطبیق کې يې د پوهنې ریاست په هلو ځلو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS