د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په دفتر کې د معیاري ازموینو تطبیق په موخه ځانګړې غونډه وشوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
zafczxc

د پوهنې وزارت د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، د معیاري ازموینو پروګرام پلي کولو په موخه، د کابل ښار اړوندو ښوونيزو ناحیو له آمرینو سره د همغږۍ ځانګړې غونډه وشوه.
په پیل کې د کیفیت تضمین محترم معین آمرینو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: (د معیاري ازموینو بورډ د یاد معینیت په نوښت او لارښوونه رامنځته شوی، چې بنسټیزه موخه یې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړول دي.)
نوموړي زیاته کړه، که موږ وغواړو چې په راتلونکي کې یو ځواب ورکوونکی، پرمختللی او باکیفیته ښوونیز نظام ولرو؛ نو باید د تدریس بهیر او د آزموینو اخیستلو طریقې معیاري کړو.
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د پورته ذکر شوي بورډ یو تن کارپوه له لوري، د معیاري آزموینو په تړاو علمي او تخصصي پرېزنټېشن وړاندې شو، چې ورپسې د اړوندې موضوع په باب د ګډون والو ترمنځ مېتودیکي او تخصصي بحثونه هم ترسره شول.
په پای کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین لخوا د غونډې منځپانګه توضېح او وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS