د پوهنې وزارت سرپرست د يوه رسمي سفر په ترڅ کې بلخ ولایت ته ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۴:۲۷
12

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ يو  پلاوی د یو شمېر ښوونيزو پروژو د پرانيستلو او تعليمي چارو د کتنې په موخه، بلخ ولایت ته ولاړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست، په داسې حال کې چې د بلخ ولایت پوهنې رياست مشرتابه پلاوی هم حاضر وو، د ياد ولایت له والي الحاج محمد یوسف وفا  سره وکتل.
دواړو لورو د یاد ولایت  ښوونیز او روزنیز وضعیت د څېړلو په تړاو د نظرونو تبادله وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست ياد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو د پرانيستلو،  د پوهنې د وضعیت د ارزونې، د ياد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په اړه تفصيلي خبرې وکړې. 
په ورته مهال نوموړي په ټول هېواد کې د متوازنو ښوونيزو خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه د بلخ والي او مشرتابه ته معلومات ورکړل.
بل پلو د یاد ولایت والي د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د پوهنې وزارت د ټولو ښوونيزو پلانونو د پلي کولو په برخه کې له خپل لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS