د پوهنې وزارت سرپرست د کابل ښار له اماني عالي لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۵:۴۰
asdf

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او مل پلاوي یې د هېواد له مداسو او ښوونځیو څخه د لیدنو په ترڅ کې، نن د کابل ښار اماني عالي لېسې له مسئولینو او منسوبینو سره وکتل.

د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوی یې اماني عالي لېسې ته په داخلېدلو سره، د یادې لېسې د مسئولینو، استادانو او زده کوونکو له خوا د تود هرکلي سره مخامخ شو.

په ورته مهال نوموړي په ​​هغه کتنه کې چې د اماني عالي لېسې له تدریسي -- اداري پرسونل او زده کوونکو سره یې درلوده، د دیني او عصري علومو د زده کړې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د انسان بدن دوه ډوله غذاوو ته اړتیا لري، چې یو یې خواړه او بل یې روحي غذا (علم) دی او زیاته یې کړه، بې له شکه چې د علم زده کړه به تاسو په ځان بسیا او خپلواک کړي، ځکه چې د خپلواکۍ یوه ورځ ژوند د غلامۍ تر زرو ورځو غوره دی.

د پوهنې وزارت سرپرست زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: تاسو د افغانستان د راتلونکي معماران او رهبران یاست او د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» مبارک حدیث ته په اشارې سره یې وویل: « خَيرُ النّاسِ مَن يَنفَعُ النّاسَ »: او څرګنده یې کړه پر تاسو ته لازمه ده، چې علم زده کړئ، ترڅو د خپل هېواد او ملت خدمت وکړئ او د هغو له فیض څحه خلکو ته خیر ورسوئ.

همدارنګه نوموړي د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونيزو آسانتياوو د برابرولو د پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ له مسئولينو او استادانو يې وغوښتل، چې ځوانان په اسلامي روحیه او هېواد ته د خدمت کولو په ذهنیت سره وروزي.

دغه راز د نورو په استازيتوب د يادې لېسې آمر د هېواد بجیانو ښوونې او روزنې په برخه کې، د پوهنې وزارت له مشرتابه په ځانګړې توګه د یاد وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا د پاملرنې له امله مننه وکړه.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یادې لېسې د زده کوونکو له څلور نیم میاشتنیو آزموینو بهیر څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۶
Background image

داوطلبۍ اعلان

د ملي تدارکاتو ریاست د ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې (۲۰۵۸۰) ګڼې متحدالمال او د تدارکاتو د کړنلارې پر بنسټ، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د وسایطو او جنراتورونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د خوست ولایت نادرشاه کوټ لېسې لپاره د یادې لېسې د شورا غړو او د سیمې اوسېدونکو په ملاتړ د ۱۰۶ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو لپاره ډله‌ییزه رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت لخوا، د ولايتونو د مرکزونو او ولسواليو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو ډکولو په موخه ډله‌ییزه رقابتي ازموینه ترسره شوه.
ياده ازموینه د. . .

BACK TO NEWS