د پوهنې وزارت سرپرست ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار عالي لېسې او«نجم الدين آخوندزاده» له دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۱:۴۲
22

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د ننګرهار ولایت پوهنې رئيس او یو شمېر مسئولینو سره یو ځای د یاد ولایت د ننګرهار عالي لېسې او«نجم الدين آخوندزاده» له دارالعلوم څخه دليدنې پر مهال، د دغو ښوونيزو بنسټونو مدرسینو استادانو،طلابو او زده كوونكو  سره له نیږدې وکتل. 
د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوى لېسې او دارالعلوم ته د داخلېدو پر مهال د مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو.
همدارنګه نوموړي وويل: د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ يوازينۍ لار پوهنه ده او د پوهنې وزارت ژمن دى، تر څو د هېواد بچیانو لپاره د سالمې زده کړې په برخه کې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
 په یاده کتنه کې د نجم الدين آخوندزاده دارالعلوم مسئول، يو شمېر علماوو او د خلکو استازو د هېواد ماشومانو او ځوانانو د زده کړې په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هلو ځلو څخه قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه چې د پوهنې پرمختګ په برخه کې به له پوهنیزنظام سره هر راز همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS