د پوهنې وزارت سرپرست په هرات کې یو باب دیني مدرسه تاسیس کړه

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هرات ولایت د پوهنیز وضعیت په کتنه بوخت دی، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر او مسئولینو سره په ګډه، په زنده جان ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه پرانیستله. د پوهنې مسئولینو په وینا؛ یاده دیني مدرسه د احاطوي دېوال په ګډون ۸ درسي ټولګي، اداري خونه او ټول اړین ملحقات لري، چې ټولټال ۸ مېلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی. په پیل کې د هرات پوهنې رئیس د پوهنې وزارت سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او نوموړي ته یې د دغه ولایت د پوهنیز او روزنیز وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د هرات ولایت د پوهنې ریاست د کارونو او کړنو د ستاینې په ترڅ کې وویل، چې د هېواد په کچه په ځانګړې توګه په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا او رغونه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دی. دغه راز نوموړي د ياد ولايت د مدارسو او ښوونځيو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.