د پوهنې وزارت پلاوي د هېواد یو شمېر ګرمو ولایتونو ته رسمي سفرونه وکړل

د پوهنې وزارت د مشرتابه تر لارښوونې لاندې، د ۴۲ تنو په ترکیب کې، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت او د معیاري آزموینو د ریاست کارپوهانو، متخصصینو او مسلکي غړو، د هېواد یو شمېر ګرمو ولایتونو (کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، ننګرهار، لغمان او کونړ) ته رسمي سفرونه کړي دي.
د مسئولینو په ويناء، د یاو سفرونو اساسي موخه، د رياضي مضمون په برخه کې د ښوونځيو د زده کوونکو د پوهې د کچې ارزونه ده.
د پلان له مخې به له هر ولایت څخه ۷۵۰ زده کوونکي، چې ټول ټال ۵۰۰۰ زده کوونکي کېږي، د یادو ولایتونو د ښوونځیو د زده کوونکو له ډلې څخه به په تصادفي ډول تر ټاکنې وروسته ارزول کېږي او هر زده کوونکی به د ۴۰ دقیقو لپاره په آنلاین ډول وارزول شي.
د کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو د پوهنې مسئولينو، ښوونکو او زده کوونکو د پوهنې وزارت له دغه پروګرام څخه هرکلى وکړ او دا يې د زده کوونکو د علمي کچې د لوړولو په برخه کې يو مثبت قدم وباله.