د پوهنې وزارت پلاوی په رسمي سفر مالیزیا ته ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۱۵
afdsaf

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» په مشرۍ د یاد وزارت یو مهم پلاوی د یو رسمي سفر په ترڅ کې مالیزیا ته ورسېد.

دغه پلاوی به د خپل سفر په لړ کې د مالیزیا هېواد د پوهنې له مسئولینو، علماءکرامو، د مدارسو او مکتبونو له مدرسینو او استادانو سره په کتنه کې، د افغانستان د ښوونيز وضعيت، لاسته راوړنو، فرصتونو او ننګونو په تړاو هراړخیز معلومات وړاندې کړي او هم به د یاد هېواد د بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو له مهمو او کلیدي مشرانو سره خبرې اترې ترسره او نظرونه تبادله کړي.

د یادونې ده چې په دغو کتنو کې به د دواړو هېوادونو د پوهنې مسئولین خپلې علمي تجربې هم یو له بل سره شریکې او په یاده برخه کې به د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو بحثونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۵۰
Background image

رسنیز بلنلیک

په پلان کې ده چې د مسئولینو لخوا، د کابل ښار ښوونځیو اړوند د بدني روزنې (۳۰ تنو) ښوونکو ته د ښوونیز او مسلکي سیمینار د پای مراسمو کې تصدیق پاڼې ووېشل شي، کوم چې د پوهنې وزارت د اساسي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د ترافیکي نښو او ماینونو خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو

د هرات ولایت پوهنې ریاست، د ګذرې ولسوالۍ د روضه باغ او وزیر فتح خان ښوونځیو د ۳۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د ترافیکي نښو - اشارو او د ماینونو او ناچاوده توکو خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د پکتیا ولایت له ۳ بابه ښوونځیو سره د څه کم ۲۵۰ زره افعانیو مرسته وشوه

د ښوونځیو زده کونکو ته د زده کړې لاښه لاسرسي په موخه، د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د خلکو لخوا د دولت زی، باتور او ایمني لېسو سره د ۲۴۳ زره افغانیو مالي مرسته شوې ده، چې د درسي خونو د. . .

BACK TO NEWS