د پوهنې وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر صاحب د هیواد ولایاتو ته دخپلو سفرونو په لړۍ کې نورستان ولایت ته ورسید

media-moe
جمعه ۱۴۰۱/۳/۶ - ۱۰:۲۸
ضثق

د پوهنې وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر صاحب د هیواد ولایاتو ته دخپلو سفرونو په لړۍ کې نورستان ولایت ته ورسید. نوموړي ته د یاد ولایت د محترم والي صاحب، دپوهنې ریاست د مسئولینو،ولایتي چارواکو او خلکو له خوا تود ښه راغلاست او هرکلی وویل شو.

د نورستان  والي صاحب له محترم وزیر صاحب څخه مننه وکړه، چې د یاد ولایت د ښوونیز بهیر د ارزونې په موخه یې تشریف راوړی دی.د یادونې وړ ده، چې د کابل له فتحې څخه را په دې خوا د پوهنې محترم وزیر صاحب د هیواد (۲۵) ولایتونو ته تشریف وړی دی او په نږدې راتلونکې کې به له پاتې ولایتونو څخه هم لیدنه وکړي او له نږدې څخه به د یادو ولایتونو تعلیمي بهیر وارزوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS