د پکتیا ولایت د ۶ بابه ښوونځیو د بیارغونې د ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۵۹
afdsf

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي د ساختماني شرکتونو له يو شمېر مسئولينو سره په کتنه کې وويل: په پام کې ده، په نیږدې راتلونکي کې د ۶ بابه ښوونځيو د بيارغونې چارې پيل شي، چې مالي لګښت يې د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه تمویلېږي.

په غونډه کې د پوهنې رئیس د یادو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د همدغو پروژو پر کیفیت یې ټینګار وکړ.

د يادونې ده، چې د دغو پروژو پرانیستغونډه سبا (دوشنبې د محرم مياشتې په نهمه) د ياد ولايت په پوهنې ریاست کې جوړه شي او ګټونکى شرکت به يې د بيارغونې چارې پيل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS