د پکتیا ولایت ښوونځیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۱۸
12

د یوې همکارې ادارې لخوا، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست سره، د تدریسي او ښوونیزو موادو د ۲۸۰۳ کڅوړو مرسته وشوه.

دا کڅوړې چې ۱۰ ډوله تدریسي مواد پکې شامل دي، ټاکل شوې ده، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست لخوا د یاد ولایت د ښوونځیو ۵۶۶۰۶۰ تنو زده کونکو ته ووېشل شي.

د پکتیا پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د پورته ذکر شویو موادو مرسته د تدریسي کیفیت او د زده کونکو د تعلیمي وړتیاوو په لوړولو کې خورا اغېزمنه او مهمه وګڼله او په راتلونکي کې یې د دې ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ټولو هغو ادارو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي، کوم چې د پوهنې سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین اروزګان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي سوېلي ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې اروزګان ولایت ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له مسوولینو او د ښوونکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

BACK TO NEWS